موخې

د افغانستان خلکو ته په بشپړ شفافیت له جنسي، نژادي، مذهبي او سمتي تعصبونو خوندي اکاډمیک چاپیریال کې خپل فعالیتونه د امانتدارۍ، عدالت او مساوات پر بنسټ ترسره کوو او ټولنې ته په اسلامي او هیوادنيو ارزښتونو برابرو مسلکي کادرونو روزنې ترڅنګ د موسسې اهداف لاسته راوړو.

۱په لوړ معیار نویو او عصري میتودونو د تحصیلي خدمتونو وړاندې کول.

۲-اسلامي او ملي ارزښتونو ته په پام د تحصیلي پروګرامونو برابرول.

۳ـ د هر هغه نوښتګر علمي فعالیت ملاتړ، چې د ځوانانو علمي کچه لوړوي.

۴- د تحصیلي دورې ترڅنګ ځوانانو ته د مسلکي کاري فرصتونو برابرول.

۵ ـ په داسې روحیې د ځوانانو روزنه، چې د ستونزو پر وړاندې مبارزې ته کلک هوډ ولري او له هر ډول اخلاقي او ټولنیزو جرمونو څخه وژغورل شي.

۶ ـ د علم او معاصرې ټکنالوژۍ لیږد، چې د ګران هیواد په اقتصادي، سیاسي، کلتوري او ټولنیز پرمختګ کې اغیزمن ثابت شي.

۷ـ د پنځه کلن ستراتیژیک پلان له مخې کورنیو او بهرنیو پوهنتونو « ننګرهار پوهنتون، د ایران مشهد پوهنتون، د هندوستان د نوي ډیلي پوهنتون» سره د تجربو تبادلې په هدف د علمي او اکاډمیکو اړیکو تنظیمول.