تاریخچه

روښان د لوړو زده کړو موسسه د لوړو زده کړو وزارت سره د ۱۳۹۰ کال د جدي میاشتې په ۲۸ نیټه په ۵۲ مسلسل او ۵۳۸ ثبت نمبر د لوړو زده کړو خصوصي موسسې په توګه ثبت او راجستر شوې ده.

روښان د لوړو زده کړو موسسه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې فعالیت کوي، چې په څلورو پوهنځیو معالجوي طب، ستوماتولوژي، حقوق او سیاسي علوم او اقتصاد پوهنځیو کې محصلینو ته د لسانس تر کچې روزنه ورکوي.

موسسې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین ټاکل شوي معیارونه پوره کړي او د ملي او نړیوالو معیارونو په اساس تحصیلي خدمتونه وړاندې کوي.

روښان د لوړو زده کړو موسسې پخپل تحصیلي بهیر کې د معالجوي طب درې دورې، د ستوماتولوژي پوهنځي درې دورې ، د حقوقو او سیاسي علومو شپږ دورې او د اقتصاد پوهنځي پنځه دورې فارغان ټولنې ته خدمت لپاره وړاندې کړي دي.